۰

لغمان کې لسګونه کورنیو ته د کار زمینه برابره شوې

چهارشنبه ۵ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۹
د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې ۱۰۰ کورنیو ته د شاتو د تولید په برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.
لغمان کې لسګونه کورنیو ته د کار زمینه برابره شوې
د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې ۱۰۰ کورنیو ته د شاتو د تولید په برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د بې‌وزلو کورنیو لپاره د پایدارې عایداتي سرچینې رامنځته کولو لپاره د ودان موسسې له‌خوا او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په مالي ملاتړ په قرغیو ولسوالۍ کې ١٠٠ بې وزله کورنیو ته د شاتو د توليد کاروبار برابر شوی دی.

په دې پروژه کې هرې کورنۍ ته ۱۱٤ کیلو بوره د مچیو تغذیې لپاره، پنځه صندوقه د شاتو مچۍ ، پنځه تش صندوقونه د مچیو د ساتنې لپاره ، دوه د شاتو د تصفیې دستګاوې، یوه خیمه او یو کیټ د مچیو د ساتلو وسایل ورکړل شوي دي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي