د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان له وجهي صندوق سره یې ۴.۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سفارت په لیکلي بیان کې ویلي، چې دا پیسې یې د افغانستان بشردوستانه وجهي صندوق ته چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو دفتر تر مدیریت لاندې دی، په واک کې ورکړې دي.
د ایټالیا سفارت ویلي چې دا مرسته یې په افغانستان کې بشري ناورین ته د بېړنۍ او اغېزمنې ځوابوینې لپاره کړې ده. یاد سفارت زیاته کړې چې ایټالیا له افغانانو سره د مرستې لپاره خپلو بشردوستانه هڅو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایټالیا له دې وړاندې هم د کډوالو نړیوالې سازمان ته ۳.۵ میلیونه یورو ورکړې وې، څو په افغانستان کې له کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو ملاتړ وکړي.
دا مرسته داسې مهال شوې چې تازه جاپان هم له افغان راستنېدونکو سره د ۱.۵ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
جمهورخبري آژانس