د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د اسلام او د دغې ډلې د امارت پر سر معامله ناممکنه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې تېره ورځ د دوشي ولسوالۍ د رزاقیه لېسې د فارغانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
نسموړي وايي، د اشغال پر مهال د دې ډلې غړو له مرګ او زندان پرته بله چاره نه درلوده، خو د خلکو د سرښندنو په پایله کې اسلامي نظام حاکم شو او د تېرو او وروستیو شهیدانو ارمانونه یې پوره شول.
د طالبانو سیاسي مرستیال د پخواني شوروي د دورې جنګیالي د اسلامي امارت لوی وروڼه وبلل او ویې ویل: اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او د ژوند په اوږدو کې به پر خپلو اصولو ولاړ وي د اسلام او اسلامي امارت پر سر معامله ناشونې دي.
جمهورخبري آژانس