۰

ستانکزی: د لویدیځ پر وړاندې باید د کابل او تهران اړیکې پیاوړې شي

سی شنبه ۴ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۲
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، لویدیځه نړۍ د افغانستان او ایران پر وړاندې وسله واله؛ نه بلکې اقتصادي جګړه پر مخ وړي.
ستانکزی: د لویدیځ پر وړاندې باید د کابل او تهران اړیکې پیاوړې شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، لویدیځه نړۍ د افغانستان او ایران پر وړاندې وسله واله؛ نه بلکې اقتصادي جګړه پر مخ وړي.


د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شېر محمد عباس ستانکزي د امریکا او ناټو پر وړاندې د سیمې هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د کابل او تهران ترمنځ باید اړیکې تر بل هر وخت پراختیا ومومي.

د ستانکزي پر باور، هغوی د افغانستان او ایران ګډ دښمنان دي، نو له همدې امله د کابل او تهران اړیکې باید لا ژورې شي.

نوموړي ویلي «امریکا او لوېدیځه نړۍ، په ځانګړې توګه ناټو، زموږ پر وړاندې په وسله‌واله جګړه کې نه دي، خو په سیاست او اقتصاد کې له موږ سره په جګړه کې دي. دوی د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې هم همدغه کړنلاره او چلند لري، نو ځکه زموږ او ستاسو دښمن یو دی. دواړو هېوادونو ته لازمه ده چې خپلې دوستانه اړیکې ژورې او نږدې کړو.»

ستانکزی زیاتوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې د هېواد په ولایتونو کې د جګړو له امله  هره ورځ له ۲۰۰  تر ۳۰۰ پورې کسان وژل کېدل، خو اوس چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د جګړې له امله مرګ ژوبله درېدلې ده.

نوموړی دغه راز د افغانستان او ایران ترمنځ پوله د سیمې تر ټولو خوندي پوله ګڼي.

هغه زیاته کړه: «اوسنۍ پوله چې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ ده، زما د معلوماتو لمخې شاوخوا ۹۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او دا د دوه مسلمانو هېوادونو له خوندي پولو شمېرل کېږي، چې په هغې سیمه کې لویې پېښې نه دي رامنځته شوي.»

په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غونډه تېر ماسښتن په کابل کې وشوه.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي