قوش‌تېپې کانال ته څېرمه دوه استوګنیز ښارګوټي جوړېږي

4 جدی 1403 ساعت 9:40

د شبرغان ښاروالۍ مسوولین په نږدې راتلونکې کې د قوش تیپې کانال ته څېرمه پر څلور زره جریبه ځمکه د دوو ښارګوټو له جوړولو خبر ورکوي.


د شبرغان ښاروالۍ مسوولین په نږدې راتلونکې کې د قوش تیپې کانال ته څېرمه پر څلور زره جریبه ځمکه د دوو ښارګوټو له جوړولو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شبرغان ښاروال، حبیب الله قانع وايي: «دغه ښارګوټي به په ټولیز ډول د ۴ زره جریبه ځمکې په مساحت کې جوړ شي او بشپړ امکانات او بنسټیزې اسانتیاوې به ولري.

هغه ښارګوټی چې د قرقین او خماب ولسوالیو ترمنځ جوړېږي، ۲ زره جریبه مساحت لري او د قوش‌تېپې کانال ته نږدې موقعیت لري. له منظورۍ  وروسته به دغه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

د جوزجان اوسېدونکي ددغو دوو ښارګوټو جوړېدل د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزناک ګڼي او د لازیاتو پروژو پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178834

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178834/

جمهور
  https://www.jomhornews.com