د شبرغان ښاروالۍ مسوولین په نږدې راتلونکې کې د قوش تیپې کانال ته څېرمه پر څلور زره جریبه ځمکه د دوو ښارګوټو له جوړولو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شبرغان ښاروال، حبیب الله قانع وايي: «دغه ښارګوټي به په ټولیز ډول د ۴ زره جریبه ځمکې په مساحت کې جوړ شي او بشپړ امکانات او بنسټیزې اسانتیاوې به ولري.
هغه ښارګوټی چې د قرقین او خماب ولسوالیو ترمنځ جوړېږي، ۲ زره جریبه مساحت لري او د قوشتېپې کانال ته نږدې موقعیت لري. له منظورۍ وروسته به دغه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
د جوزجان اوسېدونکي ددغو دوو ښارګوټو جوړېدل د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزناک ګڼي او د لازیاتو پروژو پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
جمهورخبري آژآنس