د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیالۍ د هیواد د اقتصادي وضعیت درې میاشتنی راپو خپور کړی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې په خپاره شوي راپور کې ادعا شوې، چې په دې موده کې د افغانستان په اقتصادي برخو کې بېلابېل پرمختګونه شوي دي.
د دغه راپور له مخې، په دې موده کې د ډالر پر وړاندې د افغاني ارزښت نه یوازې دا چې ثابت پاتې شوی، بلکې شاوخوا ۱۴.۵۰ سلنه لوړ شوی هم دی.
په همدې توګه، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې د عملي کار پیلېدل، د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک د جوړوېدو د کار پیلېدل، د جوزجان د سمنټو د فابریکې او د فاریاب د طوطی میدان د ګازو د کان د تړون لاسلیک کېدل او د هېواد د اوبو د کنټرول لپاره د ۳۵۵ چېکډمونو جوړېدل د افغانستان په اقتصادي برخه کې شوي مهم پرمختګونه دي.
جمهورخبري آژانس