د فراه د کج‌صمد لوی بند د جوړېدو لپاره څېړنې پیل شوي

4 جدی 1403 ساعت 9:34

د طالبانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د فراه د کج‌صمد لوی بند د جوړېدو لپاره څېړنې پیل شوې دي.


د طالبانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د فراه د کج‌صمد لوی بند د جوړېدو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغې پروژې ارزښت ۲ میلیارده افغانۍ اټکل شوی دی. د دغه وزارت په وینا، کج‌صمد بند به شاوخوا ۵۶ متره لوړوالی ولري او د ۱۴۰ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.

د بند د جوړېدو په لړ کې به زرګونو کارګرو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژې تر بشپړېدو وروسته به ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوب شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178832

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178832/

جمهور
  https://www.jomhornews.com