په خوست کې یو شمېر رغنیزې پروژې بشپړې شوې

4 جدی 1403 ساعت 9:29

د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز متون ښار کې د سولې پارک شمال او ختیځ لوریو ته د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پشپړې شوې دي.


د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز متون ښار کې د سولې پارک شمال او ختیځ لوریو ته د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پشپړې شوې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د خوست د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې پر دغو سړکونو ۱۹ میلیونه او خواوو ته یې پر لښتیو ۲۱.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی او د جوړېدو چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوې دي.

ورته مهال د خوست ولایت اوسېدونکو د یادو پروژو په پلې کېدو خوښي ښودلې او دغه راز یو شمېر ښاریانو بیا د ښار د پاکوالي په موخه د ښاروالۍ له مسوولینو څخه په ښار کې دکثافت دانیو د زیاتېدو غوښتنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178829

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178829/

جمهور
  https://www.jomhornews.com