د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق اعلان کړی، چې نوموړی د یوه پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن سهار (د مرغومي ۴ مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې نوموړی له پاکستان څخه د یوه پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته راغلی دی.
هغه لیکلي دي چې موږ د طالبانو د ډلې د موقتي وزیرانو سره په مختلفو برخو کې د متقابلو ګټورو همکاریو د پیاوړي کولو په خاطر د بامعنی ملاقاتونو ته سترګې په لار یو.
صادق د طالبانو او پاکستان تر ادارې لاندې د افغانستان له ډلې سره د ورورګلوۍ د اړیکو ټینګول د دغه سفر یو بل هدف وباله.
جمهورخبري آژآنس