د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبیک عارف عثمانوف سره وکتل او د دغې ډلې او دغه هیواد د اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې کلا نن (د مرغومي ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبیک عارف عثمانوف سره وکتل.
په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبیک عارف عثمانوف د طالبانو او خپل هېواد له اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او په بېلابېلو برخو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
هغه وویل، د ازبکستان حکومت غواړي له طالبانو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د دغه هېواد سوداګر او پانګوال په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د مصالحو په واردولو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام ازبکستان ته د خپل وروستي سفر او د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې په ترڅ کې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ازبک سوداګرو او پانګوالو له لېوالتیا څخه خوښي څرګنده کړه.
حنفي په دوام کې په بېلابېلو برخو په تېره بيا د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دغې ډلې او ازبکستان ترمنځ د اړيکو پر پراختيا او پياوړتيا ټينګار وکړ.
جمهورخبري آژانس