د طالبانو د ویاند مرستیال د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې سلطان محمود غزنوي اتل نه دی، ویلي چې خواجه اصف د سلطان محمود غزنوي په اړه توهینونکې څرګندونې کوي، په داسې حال کې چې د هېواد دفاعي توغندي د محمود غزنوي په نوم یادیږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دغه څرګندونې نن سه شنبې (د مرغومي ۴مه) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له یوه پاکستاني تلویزیون سره په مرکه کې کړې دي، چې د سلطان محمود غزنوي… هند ته به د لوټمارۍ لپاره تلل او سلطان محمود غزنوي اتل نه ګڼي.
طالبانو ویلي، چې د طالبانو امارت د خواجه اصف دغه غیر مسوولانه څرګندونې په کلکه ردوي او دا یې له تاریخي حقایقو د ناپوهۍ لامل ګڼي.
تاریخ ثابتوي چې سلطان محمود غزنوي هر وخت د مظلومو ولسونو په ځانګړې توګه د مسلمانانو د خلاصون لپاره هند او نورو سیمو ته سفرونه کړي او هغه د اسلامي امت لپاره ویاړ دی. د افسوس خبره ده چې د پاکستان د دفاع د وزیر په کچه یو سړی له حقایقو دومره ناخبره دی.
د طالبانو ډله وايي چې دغه پاکستانی چارواکی د سلطان محمود غزنوي په اړه داسې توهینونکې څرګندونې کوي چې د دغه هېواد دفاعي توغندي د محمود غزنوي په نوم نومول شوي دي.
که څه هم سلطان محمود غزنوي په اصل کې یو افغان مسلمان و، خو د خپل دیني مسؤلیت له امله یې د سیمې له ټولو مظلومو او ګواښل شویو ولسونو سره خواخوږي او همکاري کوله او د هغوی د ژوند او مال دفاع یې خپله دنده ګڼله، هغه څه چې خواجه اصف یې هم تصور کوي.
جمهورخبري آژانس