۰

پر افغان نجونو د طبي زده کړو بندیز په اړه د G7 مثبت هېوادونو اندېښنه

دوشنبه ۳ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۸
افغانستان لپاره د کاناډا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، د کوریا جمهوریت، سویټزرلنډ، ترکیې او بریټانیا ځانګړو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې افغانستان کې پر نجونو د طبي زده کړو پر بندیز اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې، دغه پرېکړه به د ټولو افغانانو لپاره بدې پایلې ولري.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغو استازو په افغانستان او سیمه کې پر وروستیو بریدونو هم اندېښنه ښودلې او پر اسلامي امارت یې غږ کړی چې، د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي. 

دوی دغه راز افغانستان کې د تل پاتې ثبات لپاره پر ټولګډوني ملي ډیالوګ ټینګار کړی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر زېږیز کال د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک د عملي کېدو غوښته یې کړې ده. 

اعلامیه کې راغلي: « استازو د زیان منونکو په پام کې نیولو سره په روان بشري ناورین کې له افغانانو سره مرستې اړینې بللې دي.»

دغو استازو ویلي، نا غیر دولتي نړۍوالې موسسې افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې مهم رول لوبوي.

اعلامیه کاږي: « موږ غواړو سیمې ته د ناقانونه کډوالۍ او ترهګرۍ له امله له افغانستانه د پېښېدونکو ګواښونو مخنیوي او د افغانستان د وضعیت ښه کېدو لپاره د افغانستان له ګاونډیو او ځینو سیمه ییزو هېوادونو سره همکارۍ پراخې کړو.»

دې ځانګړو استازو افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو په تړاو دطالبانو سره د اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان د تعامل هڅې ستایلې دي. 

د روانې زېږیزې میاشتې په ۱۶مه د جینوا په کوربتوب په دغه غونډه کې د یوناما مرستیالې، په افغانستان کې د ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې او د نړۍوال بانک او اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي