د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په هېواد کې پر ۵۵۰ نویو مخابراتي سایټونو کار روان دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، له یادو سایټونو تر دې دمه ۵۴ یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
الکوزي زیاته کړه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد د محرومو سیمو د پوښښ لپاره د ټي ډي اېف لسمې پروژې له لارې پر ۵۵۰ نویو سایټونو کار روان کړی دی چې، له ډلې یې ۵۴ سایټونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې بشپړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، په دغو ولایتونو کې کابل، بدخشان، نورستان، ارزګان، زابل، ننګرهار، کندهار، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا، بادغیس، هلمند، غزني، کونړ او د غزني-زابل او ننګرهار-کونړ شامل دي.
جمهورخبري آژانس