روزګان کې د یوه چکډېم جوړولو چارې پشپړې شوې

3 جدی 1403 ساعت 9:29

د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۸ ميليونه افغانیو په لګښت، د روزګان ولایت په مرکز ترينکوټ کې يو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.


د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۸ ميليونه افغانیو په لګښت، د روزګان ولایت په مرکز ترينکوټ کې يو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه چکډېم د روزګان ولایت د اوبو او انرژۍ رياست په تخنيکي مرسته او د «آی‌سي‌آر‌سي» په مالي لګښت، د څه باندې ۸ ميليونه افغانيو په ارزښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.

هېره دې نه وي چې د یاد چکډېم د تطبیق په بهیر کې، ۳۶۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او په ګټې اخیستنې سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذيه شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178799

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178799/

جمهور
  https://www.jomhornews.com