۰

روزګان کې د یوه چکډېم جوړولو چارې پشپړې شوې

دوشنبه ۳ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۹
د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۸ ميليونه افغانیو په لګښت، د روزګان ولایت په مرکز ترينکوټ کې يو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
روزګان کې د یوه چکډېم جوړولو چارې پشپړې شوې
د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۸ ميليونه افغانیو په لګښت، د روزګان ولایت په مرکز ترينکوټ کې يو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه چکډېم د روزګان ولایت د اوبو او انرژۍ رياست په تخنيکي مرسته او د «آی‌سي‌آر‌سي» په مالي لګښت، د څه باندې ۸ ميليونه افغانيو په ارزښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.

هېره دې نه وي چې د یاد چکډېم د تطبیق په بهیر کې، ۳۶۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او په ګټې اخیستنې سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذيه شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي