تخار کې ۲ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

3 جدی 1403 ساعت 9:27

د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې ۲ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل سوځولي دي.


د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې ۲ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل سوځولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسوولینو په خبره یاد توکي د دغه ولایت له بازارونو او درملتونونو څخه راټول شوي وو او د یو شمېر مسوولینو په حضور کې وسوځول شول.

د مسوولینو په خبره د تاریخ تېره او بې‌کیفیته توکو پلور نه یوازې د عامې روغتیا لپاره جدي خطر دی، بلکې قانوني سرغړونه هم ګڼل کېږي.

مسوولینو له هټیوالو او درملتونونو غوښتي چې د دې ډول توکو له پلور څخه ډډه وکړي، کنه د قانوني مجازاتو سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت په بریا سره د هېواد په کچه ډېر شمېر تاریخ تېره او بې‌کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178798

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178798/

جمهور
  https://www.jomhornews.com