۰

د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې نن د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

دوشنبه ۳ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۳
د طالبانو د عامې روغتیا وزارتخبر ورکړی، چې نن په هیواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پيلېږي.
د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې نن د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارتخبر ورکړی، چې نن په هیواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پيلېږي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې په دې کمپاین کې به شاوخوا ۴.۸ میلیونه له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.

دوی زیاته کړې، دا کمپاین په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي په لومړي پړاو کې به د کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، ننګرهار،‌ لغمان،‌ کنړ، نورستان،‌ هرات او زابل ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستل شي.

د پولیو ناروغۍ د مخنیوي د نړیوال نوښت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې وروستۍ یې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې وه.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي