د طالبانو د ډلې د اوبو او انرژۍ سرپرست ملا عبداللطیف منصور د ترکیې له علماو او پانګوالو سره وکتل او ویې ویل چې په افغانستان کې د دوی د پانګونې زمینه مساعده ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت نن دوشنبه (د مرغومي ۳ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور له یوې ډلې سره کتلي دي.
په ترکیه کې پوهانو او پانګه والو په هیواد کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره هر اړخیز چمتووالی لري او په هېواد کې د انرژۍ د تولید لپاره کافي منابع شتون لري.
ترکي پانګوالو هم ویلي چې هوډ لري چې په افغانستان کې د انرژۍ د پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخو کې پانګونه وکړي.
جمهورخبري آژانس