د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د پکتيکا ولايت لپاره د دغې ډلې له سيمه ييزو مسوولينو سره وکتل او ادعا يې وکړه چې دغه ډله د ټولو سيمو د پرمختګ لپاره له تبعيض پرته کار کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې کلا نن دوشنبه (د مرغومي ۳ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا لپاره د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره کتلي دي.
د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د ډلې مرستيال والي مولوي عبدالخالق عابد د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د طالبانو د امارت له بريا وروسته په دغه ولايت کې يو شمېر ستونزې هوارې شوې او يو شمېر پرمختيايي پروژې پلې شوې دي.
د دې تر څنګ د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.
عبدالکبیر د دغې ډلې په شل کلنه جګړه کې د پکتیکا د ولسونو قربانۍ او د طالبانو د امارت بریا اغېزمنه وبلله او ویې ویل چې د طالبانو امارت د ټولو سیمو د پرمختګ او د دې ولایت د اړتیاوو سره سم له تبعیض پرته کار کوي.
جمهورخبري آژآنس