په کابل کې د سعودي عربستان سفارت اعلان وکړ چې په کابل کې یې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د سعودي عربستان سفارت چارواکو تېره شپه (د مرغومي ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د سعودي عربستان له ژمنې سره سم شوې ده.
باید وویل شي، چې د سعودي سفارت فعالیتونه تېر کال د دغه سفارت پر وړاندې د امنیتي ګواښونو له امله ودرول شول.
جمهورخبري آژانس