د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې ټول افغانان د دغې ډلې په نظام کې ځان ویني او هیڅوک په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ناسمو افکارو د خپرولو جرات نه لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالبانو په ارګ کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت د جهادي لېسې د فارغانو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي ویلي چې له نېکه مرغه ټول افغانان په حاکم نظام کې ځان ویني.
هغه زیاته کړه، لکه څنګه چې د طالبانو امارت د فساد او نورو ستونزو پر وړاندې بریالی دی، د بې وزلۍ د کچې د راټیټولو هڅې یې هم پیل کړي او په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان ملي اقتصاد پیاوړی شي.
دغه طالبان وايي، د طالبانو امارت د تېر حکومت په څېر وخت نه ضايع کوي، بلکې د هېواد وګړو ته جدي پاملرنه کوي او په تېرو درېيو کلونو کې يې يو شمېر پروژې پلې کړې او نورې پراختيايي چارې تر پلان لاندې دي.
مولوي عبدالکبیر د طالبانو د امارت امنیتي او کشفي څانګې پیاوړې وبللې او ادعا یې وکړه چې د دې ډلې جنګیالي توانیدلي چې د افغانستان له خاورې فاسقان له منځه یوسي. هغه وویل چې اوس هیڅوک په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د غلطو افکارو د خپرولو جرات نه کوي او د طالبانو امارت په خپل تاریخ کې هیڅکله پر اسلامي او دیني ارزښتونو تجارت نه دی کړی.
جمهورخبري آژآنس