خلیلزاد: نور هم له احمد شرع زده کړه کولای شي

2 جدی 1403 ساعت 10:30

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په سوریه کې د هیت تحریر شام پر رهبر د امریکا لس میلیون ډالري جایزې لرې کېدو ته په اشارې پوښتنه کړې، "آیا طالبان به هم توجه وکړي؟"


د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په سوریه کې د هیت تحریر شام پر رهبر د امریکا لس میلیون ډالري جایزې لرې کېدو ته په اشارې پوښتنه کړې، "آیا طالبان به هم توجه وکړي؟"

د جمهور آژانس د خبر له مخې هغه د کوم هېواد يا ډلې د نوم له یادولو پرته ویلي، نور هم په ورته شرایطو کې له احمد شرع زده کړه کولی شي چې څنګه د نړۍوال نظام له اصلي بهير سره ګډ شي.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « نور هم په ورته شرایطو کې کولای شي چې، له احمد شرع زده کړي چې څنګه د نړۍوال نظام سره یوځای کیږي، آیا طالبانو دې ته فکر کړی؟»

تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و چې، امریکا د احمد الشرع نیولو لپاره د لسو میلیونو ډالرو ټاکل شوې جایزه لرې کړې ده.

د منځني ختيځ په چارو کې د امریکا لوړپوړې ډيپلوماټې بارباره لیف په دمشق کې د هیت تحریر شام له رهبر سره تر ډيپلوماټيکو کتنو وروسته دغه موضوع مطرح کړې ده. 

د رویټرز د راپور لمخې، الشرع په دغو کتنو کې ژمنه کړې چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي د سوریې له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

امریکا د هغو معلوماتو په بدل کې چې د احمد الشرع د نیولو سبب شي، لس میلیونه ډالر جایزه ايښې وه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178778

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178778/

جمهور
  https://www.jomhornews.com