بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 جدی 1403 ساعت 10:21

د بدخشان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ اړوند د شېنګان عليا په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه تنه ټپيان شوي دي.


د بدخشان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ اړوند د شېنګان عليا په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه تنه ټپيان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه پرون د یوه پیکپ ډوله موټر له سړک څخه د اوښتو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د سیمې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

د دغې پېښې لامل د سیمې ځایي اوسېدونکو د سړک خرابوالی یاد کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178775

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178775/

جمهور
  https://www.jomhornews.com