۰

د طالبانو ادعا: له نړۍ سره مستقیمې اړیکې لرو

یکشنبه ۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۶
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې دغه ډله له نړۍ سره د مستقیمو اړیکو د ټینګولو توان لري.
د طالبانو ادعا: له نړۍ سره مستقیمې اړیکې لرو
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې دغه ډله له نړۍ سره د مستقیمو اړیکو د ټینګولو توان لري.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې کلا د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې په لوګر ولایت کې جهادي لېسې د فارغانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د دې ډلې امارت د دیني مدارسو ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمن دی او هڅه کوي چې د پوهنتون محصلین په دیني روحیه زده کړې وکړي او د خدمت جوګه شي.

طالبان ادعا کوي چې دې ډلې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان ښه استازیتوب کړی او توانېدلی چې له نړۍ سره مستقیمې اړیکې ولري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي