طالبان به یوه اونۍ وروسته د ارزو تلویزیون د کارکوونکو محکمه وکړي

2 جدی 1403 ساعت 10:13

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې طالبانو د ارزو خصوصي تلویزیون اووه کارکوونکي په ضمانت خوشي کړي او یوه اونۍ وروسته به یې محاکمه پیل شي.


د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې طالبانو د ارزو خصوصي تلویزیون اووه کارکوونکي په ضمانت خوشي کړي او یوه اونۍ وروسته به یې محاکمه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د خبریالانو مرکز نن یکشنبه (د مرغومي ۲ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د دغه تلویزیون دفتر تر اوسه د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

ټاکل شوې د دغو کارکوونکو د محاکمې غونډه یوه اوونۍ وروسته جوړه شي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې دوسیه بنده اعلان کړي او ارزو تلویزیون ته له کوم شرط پرته د فعالیت اجازه ورکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې د کابل د درېیمې حوزې د محکمې د حکم له مخې د ارزو تلویزیون ټول اووه کارکوونکي د لیندۍ په ۳۰مه نیول شوي او د لیکلي ضمانت د پلچرخي له زندانه خوشې شول.

د دوی په وینا د دوی محاکمه به یوه اونۍ وروسته ترسره شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178772

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178772/

جمهور
  https://www.jomhornews.com