د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې طالبانو د ارزو خصوصي تلویزیون اووه کارکوونکي په ضمانت خوشي کړي او یوه اونۍ وروسته به یې محاکمه پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د خبریالانو مرکز نن یکشنبه (د مرغومي ۲ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د دغه تلویزیون دفتر تر اوسه د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.
ټاکل شوې د دغو کارکوونکو د محاکمې غونډه یوه اوونۍ وروسته جوړه شي.
د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې دوسیه بنده اعلان کړي او ارزو تلویزیون ته له کوم شرط پرته د فعالیت اجازه ورکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې د کابل د درېیمې حوزې د محکمې د حکم له مخې د ارزو تلویزیون ټول اووه کارکوونکي د لیندۍ په ۳۰مه نیول شوي او د لیکلي ضمانت د پلچرخي له زندانه خوشې شول.
د دوی په وینا د دوی محاکمه به یوه اونۍ وروسته ترسره شي.
جمهورخبري آژانس