د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند اعلان وکړ چې دغې ډلې د تخار د سیمټو کان یوه چینایي افغاني شرکت ته سپارلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن شنبه وویل، چې د تخار ولایت د سمتي د سرو زرو کان د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په پانګونې سره نیول شوی دی.
د هېواد یو له سترو کانونو څخه دی، چې تېر کال یوه چینایي شرکت او افغان شریکانو ته د پنځو کلونو لپاره په واک کې ورکړل شو.
نوموړي وويل چې اوس په دغه کان کې د کيندلو عمليات روان دي.
جمهورخبري آژانس