د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې زمبابوې ملي لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماته ورکړه او دغه سریز یې په خپل نوم کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې درېمه لوبه نن شنبې د مرغومي اوله مه د افغانستان پر وخت مازیګر څلور بجې د افغانستان له خوا په توپ اوچونې سره پیل شوه.
زمبابوې لوبډلې ۲۷ اور کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۸ منډې افغانستان ته هدف وټاکه.
الله محمد غضنفر د سیالې لوبډلې پنځه، راشد خان درې، عظمت الله عمرزي او فرید ملک یو یو لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په دویمه پاڼې کې افغان ملي لوبډلې د ۲ ویکټو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۲۷ اور کې ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې وګټله.
د یادونې ده، چې د روان ۵۰ اوریزه لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې او وروستۍ دوه لوبې پرلپسې افغان ملي لوبډلې وګټلې او په دې سره یې د روان سریز جام هم خپل کړ.
باید و ویل شي، چې افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې زمبابوې ملي لوبډلې څخه د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ هم دوه – یو ګټلې ده.
د افغانستان او زمبابوې تر منځ دوه ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې هم شته چې د دوشنبې په ورځ په پیل شي.
جمهورخبري آژانس