۰
انس حقاني:

امریکا د افغانانو ترمنځ نفاق اچولو کې ناکامه شوې ده

شنبی ۱ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۲
د طالبانو د سیاسي کمېسیون غړی انس حقاني وايي، امریکا په افغانستان کې په دوو لسیزو حضور کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د تفرقې اچونې له پالیسۍ کار اخیست.
د طالبانو د سیاسي کمېسیون غړی انس حقاني وايي، امریکا په افغانستان کې په دوو لسیزو حضور کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د تفرقې اچونې له پالیسۍ کار اخیست.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې حقاني له العربیه شبکې سره په مرکه کې په هېواد کې د شته اختلافاتو په تړاو پوښتنې په ځواب کې وایي چې امریکا په تیرو دوو لسیزو کې، د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د بې اتفاقۍ د جوړولو له تګلارې ګټه پورته کوله.

نوموړی دغه راز وايي چې اوس امریکا د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ د جوړولو او اختلافاتو په رامنځته کولو کې ناکامه شوې او دمګړۍ د افغانانو ترمنځ هیڅ اختلاف نشته.

انس حقاني وايي: (دا څرګندونې په ۲۴ کاله وړاندې پورې اړوندې دي، کله چې امریکایان افغانستان ته راغلل، هغوي له ډیرو لارو چارو ګټه پورته کړه، اوس چې بل هیڅ شی نشته هڅه کوي همدغه لارې چارې و ازمايي، چې هڅه یې د بې اتفاقۍ جوړول او د خلکو تر فشار لاندې راوستل دي، خو دا د منلو نه ده او الحمدالله چې داسې څه شی نشته.)

خو انس حقاني د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د نظر اختلافات مني او ټینګار کوي چې نه غواړي د نظر دغه اختلافات په مخالفتونو بدل شي.

حقاني زیاته کړې: (د اختلافاتو او نظر تفاوت ترمنځ توپیر شته، دا یوه طبیعي چاره ده، موږ نه غواړو د نظر دغه اختلافات د مخالفتونو لامل شي، ځکه افغانستان له بې اتفاقۍ څخه زیانمن شوی او موږ شاهد وو چې د مجاهدینو تر بریا وروسته څه وشول، مجاهدین بریالي شول او په دې برلاسي شول چې کمونستان او شوروي ته ماتې ورکړي، خو د ګوندونو د شمیر د زیاتوالي له امله ونه توانیدل دولت جوړ کړي.)

انس حقاني دغه راز وایي چې داعش په اسلامي هېوادونو کې د ځوانانو په غولولو سره، هڅه کوي په افغانستان کې شته امنیت له ستونزو سره مخ کړي.

د طالبانو دغه لوړپوړي غړي ویلي: (له همدې لارې، دا ډله چې ځان د اسلامي خلافت او اسلام بنسټګره ګڼي، په اسلامي هېوادونو کې خلک او ځوانان غولوي او په دا ډول کړنو سره غواړي وښي چې په افغانستان کې امنیت نشته.)

انس حقاني د خپلو څرګندونو په بله برخه کې ټینګار کوي چې دمګړۍ په هېواد کې لویې اقتصادي پروژې شته او له نړۍ سره تعامل پیل شوي او دا بدلونونه د داعش او نورو هغو کسانو لپاره د اندېښنې وړ دي چې په افغانستان کې ثبات نه غواړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي