د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه وکړه

1 جدی 1403 ساعت 9:21

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره پر ښځو او نجونو بندیزونه لغوه کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره پر ښځو او نجونو بندیزونه لغوه کړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ د دوه کلن بندیز په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: له دوو کلونو راهیسې طالبانو د ښځو او نجونو مخه نیولې ده. پوهنتون ته د ښځو پر تګ او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

بلینکن وویل، افغان ښځې او نجونې د یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان د لاسته راوړلو اساسي ستنې دي.

هغه زیاته کړه، موږ له طالبانو غواړو چې دغه فرمانونه سمدستي لغوه کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178742

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178742/

جمهور
  https://www.jomhornews.com