له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې شوي

1 جدی 1403 ساعت 9:05

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغان کډوالو پر موضوع د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ له استازي سره خبرې کړې دي.


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغان کډوالو پر موضوع د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ له استازي سره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد صادق پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، په اسلام اباد کې یې د (UNHCR) له استازې فلیپا کنډلر سره، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې د شویو بحثونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا کتنه داسې وخت کېږي چې له پاکستان څخه د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178738

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178738/

جمهور
  https://www.jomhornews.com