۰

د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د سازمان مشر ووژل شو

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۳
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې اعلان وکړ چې د روسیې د اټومي ساتنې د ځواکونو لوی درستیز جنرال او د هغه مرستیالان په مسکو کې د یوې بمي چاودنې له امله وژل شوي دي.
د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د سازمان مشر ووژل شو
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې اعلان وکړ چې د روسیې د اټومي ساتنې د ځواکونو لوی درستیز جنرال او د هغه مرستیالان په مسکو کې د یوې بمي چاودنې له امله وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي ځواکونو مشر دی، د کریملین د جنوب ختیځ په اوه کیلومترۍ کې د ریازانسکي په کوڅه کې له یوې ودانۍ بهر وژل شوی دی.

د تحقیقاتو کمیټې اعلان وکړ: "د روسیې فدراسیون د وسله والو ځواکونو د وړانګو، کیمیاوي او بیولوژیکي ساتنې ځواکونو مشر ایګور کریلوف او د هغه مرستیال وژل شوي دي."

دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې اوکرایني څارنوالانو کریلوف په اوکراین کې د منع شویو کیمیاوي وسلو په کارولو تورن کړ.

روسي چارواکو تر اوسه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي