جنرال مبین له هیواده وتښتید

26 قوس 1403 ساعت 12:59

د طالبانو د ډلې یو پوځي غړی جنرال مبین چې د دغې ډلې منتقد و، له هیواده تښتیدلی دی.


د طالبانو د ډلې یو پوځي غړی جنرال مبین چې د دغې ډلې منتقد و، له هیواده تښتیدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مبین، نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۶ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: "زما وطن، ګرانه خدایه د ساتنه وکړه".

دغه طالب په ډاګه نه کړه چې کوم هېواد ته تښتېدلی دی.

جنرال د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په سیاستونو نیوکه کوله او څو ځلې د دغې ډلې له خوا زنداني شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178633

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com