د یوناما مرستیال او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مستو همغږی کوونکی، انډریکا رټواټه وایي، افغانستان کې پر نجونو د طبي زده کړو بندیزو به د څه باندې ۴۰ زرو قابلو نرسانو پر ژوند منفي اغېزې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انډریکا رټواټه ټینګار کړی چې، افغانستان کې د مېندو او ماشونو د مړینې کچه لوړه ده او اسلامي امارت باید دغه برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د هغه په خبره، د هېواد په طبي انسټیټیوټونو کې ۳۶ زره قابلې او ۳ زره نرسانې په زده کړو بوختې وې.
رټواټه ویلي: « د بېلګې په توګه ۳۶ زره قابله ګانې او ۳ زره نرسانې د روزنې په حال کې وې، که طبي انسټیټیوټونه بند شي، دا شمېر به فارغ نشي، په دې مانا چې دا شمېر به په ټولنه کې له ښځو او نجونو سره مرسته ونه کړي او د دوی په روغتیا او هوساینې به مستقیم اغیز وکړي.»
د یوناما دغه چارواکی زیاتوي چې، له افغانانو ملاتړ کوي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکي و ویل: « البته، موږ به مشوره وکړو او له حکومته به وغواړو چې پاملرنه وکړي او موږ به تل خلاص او اصولي تعامل ولرو، هر څه چې کوو، د افغانانو د پاملرنې مرکز به وي.»
جمهورخبري آژانس