د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د اشرف غني په حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر خلیل الرحمن حقاني ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په شپه (د لیندۍ ۲۱ مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د یوې ځواکمنې جهادي کورنۍ غړی و، چې د افغانستان پر ضد یې په جهاد کې مهم رول درلود.
کرزي لیکلي، زه دغه برید په کلکه غندم، کورنۍ او نورو شهیدانو ته یې د جمیل صبر هیله کوم او د دې پېښې ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د عاجلې روغتیا دعا کوم.
د اشرف غني په حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني او زموږ یو شمیر کسان د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې دتروریستي برید په پایله کې شهیدان شول.
عبدالله عبدالله پر خلیل الرحمن حقاني ترهګریز برید په کلکه وغانده او ویې ویل چې نوموړی په افغانستان کې د یوې با نفوذه جهادي کورنۍ غړی و چې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې یې په جهاد کې مهم رول لوبولی و.
جمهورخبري آژانس