د کابل ښاریانو د طالبانو ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دروازه کې د یوې زورورې چاودنې خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له کابل څخه یوې سرچینې جمهور خبري اژانس ته ویلي، چې نن چهارشنبه (د لیندۍ ۲۱مهد ) له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دروازه کې چاودنه شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ نن له غرمې مخکې د کډوالو چارو وزارت په جومات کې د چاودنې په پایله کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وژل کېدل تایید کړل.
الجزیرې تلویزون هم د خپلو سرچینو په حواله د خلیل الرحمن حقاني مړینه تایید کړې ده.
خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني تره وو.
جمهورخبري آژانس