۰

غلامعلیان: په سرحدي پولو کې د افغانانو تګ راتګ تر نيمايي راکم شوى

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۷
د راپورونو له مخې د ایران د ځمکنيو ځواکونو د جنوب ختيځ زون قوماندان ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد په سرحدي پولو کې د افغانانو تګ راتګ تر نيمايي راکم شوى دى.
غلامعلیان: په سرحدي پولو کې د افغانانو تګ راتګ تر نيمايي راکم شوى
د راپورونو له مخې د ایران د ځمکنيو ځواکونو د جنوب ختيځ زون قوماندان ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد په سرحدي پولو کې د افغانانو تګ راتګ تر نيمايي راکم شوى دى.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ایران دولتي رسنۍ د جنرال امیر غلامعلیان په حواله لیکلي، چې په ۱۴۰۳ کال کې د ایراني ځواکونو موخه د هېواد د ختیځو پولو بشپړ بندول دي.

د ایران صداوسیما اژانس بیا پرون د دغه پوځي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې د پولې د بندولو او دېوال جوړولو موضوع د مسافرو په تګ او راتګ او د پولې په کنټرول باندې ډېره ښه اغېزه کړې ده.

ایراني جنرال امیر غلامعلیان ډاډ ورکړی، چې د دغه پلان په بشپړېدو سره به په پوله کې لا زيات امنيت او ثبات را شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي