د روسیې پارلمان د دغه هېواد د تروریستي ډلو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو طرحې ته مثبته رایه ورکړه

21 قوس 1403 ساعت 13:45

د روسیې د پارلمان غړو په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو له فهرست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو طرحې ته مثبته رایه ورکړه.


د روسیې د پارلمان غړو په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو له فهرست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو طرحې ته مثبته رایه ورکړه.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې روسي رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۱ مه) راپور ورکړ چې د دغه هېواد پارلمان د دغه هېواد د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د نوم د لرې کولو طرحه ته مثبته رایه ورکړه.

د روسیې په پارلمان کې د دغه لایحې تصویب له طالبانو ډلې سره د دغه هیواد د اقتصادی اړیکو د پراخولو په خاطر تصویب شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د روسيې په دولتي ادارو کې د طالبانو ډله د يوې تروريستي ډلې په توګه پېژندل شوې وه.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178522

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178522/

جمهور
  https://www.jomhornews.com