طالبانو د انسان د بدن د غړو پر خرڅلاو بندیز ولګاوه

21 قوس 1403 ساعت 13:42

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې وزارت اعلان کړی چې د انسان د بدن د غړو خرڅلاو په بشپړ ډول منع دی.


د طالبانو د امر بالمعروف او نهې وزارت اعلان کړی چې د انسان د بدن د غړو خرڅلاو په بشپړ ډول منع دی.

د جمهور آژآنس دغه وزارت نن چهارشنبه (د لیندۍ ۲۱ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه وزارت د قانون د ۱۸مې مادې له مخې  د انسان د ګرده، جگر، سترګو او ویښتو پلورل په بشپړه توګه منع دي او یو غیر قانوني عمل ګڼل کیږي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې له سرغړونکو سره به د شریعت له مخې چلند وشي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178521

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178521/

جمهور
  https://www.jomhornews.com