حیرتان بندر کې د تخلیې او بارګیرۍ د چټکتیا په تړاو خبرې شوي

21 قوس 1403 ساعت 10:16

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ پلاوي په حیرتان بندر کې د تخلیې او بارګیرۍ د چټکتیا په تړاو له سوګدیانا ترانس شرکت له مسوولینو سره لېدنه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې وزارت په وینا؛ په لېدنه کې د دغه بندر څخه د ريلي واګونو د تراکم موضوع د حل کېدو، د اوسپنيزو کرښو د فعاله ساتلو، د سټېشنونو د پوره ظرفيت په کار اچولو او د تخليې او بارګيرۍ چارو د چټکتيا په تړاو خبرې او اړینې پرېکړې شوې دي.

سوګدیانا ترانس یو ازبکستاني شرکت دی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ترسره شوي تړون له مخې، د حيرتان بندر له لارې د سوداګريزو توکو د انتقالاتي چارو مسووليت پر غاړه لري.

جمهورخبري آژآنس
 
د مطلب کود: 178519

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178519/

جمهور
  https://www.jomhornews.com