۰

عزیزي: افغانستان د لیتیم له پلوه یو له بډایه هېوادونو دی

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۰
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي، افغانستان د طبیعي او معدني زېرمو په ځانګړي ډول د لیتیم له پلوه یو له بډایه هېوادونو دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي، افغانستان د طبیعي او معدني زېرمو په ځانګړي ډول د لیتیم له پلوه یو له بډایه هېوادونو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نورالدین عزیزي په وینا، د افغانستان د لیتیم کانونو ارزښت یو ټریلیون ډالرو ته رسېږي. عزیز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د نړۍ په کچه د پاکې انرژۍ د اهمیت او کارونې زیاتېدو ته په نغوتې سره  د کانونو په ځانګړې توګه د لیتیمو په برخه کې په برخه کې د کورنیو بنسټونو پانګون  مهمه بولي.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې سرپرست حکومت چمتو دی چې په بېلابېلو برخو کې د اقتصاد محوره تګلارې بر بنسټ د پانګوالو هرکلی وکړي.

لیتیم چې د بریښنا ترټولو مهم زیرمه کوونکې ګڼل کیږي، تر ډېره په نویو ټکنالوژیو کې په ځانګړې توګه د ګرځنده تلیفونونو، بریښنایی موټرو، کمپیوټرونو او د بې پيلوټه الوتکو د بیټرۍ په جوړولو کې کارول کیږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي