د طالبانو د ډلې ویاند ادعا کوي چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې د ملي پراختیا شرکت ډمټریک موټر تولید کړی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په شپه (د لیندۍ ۲۰ مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د موټرونو یو بل ماډل هم د ملي پرمختیايي شرکت له خوا تولید شوی او ډېر ژر به په هېواد کې دننه وکارول شي.
نوموړي لیکلي چې د ملي پراختیا شرکت نور تولیدات لري چې ډیر ژر به نندارې ته وړاندې شي.
هغه ادعا وکړه چې افغانستان هره ورځ د خپلو اړتیاوو په پوره کولو بوخت دی.
جمهورخبري آژآنس