روسیه: منځنۍ اسیا له افغانستانه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده

20 قوس 1403 ساعت 14:23

د ګډو امنیتي تړون په سازمان کې د روسیې دایمي استازي ویلي چې منځنۍ اسیا له افغانستانه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده.


د ګډو امنیتي تړون په سازمان کې د روسیې دایمي استازي ویلي چې منځنۍ اسیا له افغانستانه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ډله ییز امنیتي تړون په سازمان کې د روسیې دایمي استازي ویکتور واسیلییف د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) وویل، چې د ډله ییز امنیتي تړون سازمان په افغانستان کې د شته ننګونو او ګواښونو څار ته دوام ورکوي.

هغه څرګنده کړه چې له دغو ګواښونو سره د مقابلې هڅې د دغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا تر څارنې لاندې د افغانستان د کاري ډلې د ظرفیتونو د همغږۍ له لارې ترسره کېږي.

ویکتور واسیلییف وویل، په منځنۍ اسیا کې وضعیت لا هم کړکېچن دی، ځکه دغه سیمه له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو، ترهګرۍ او افراطیت له امله رامنځته شوي ګواښونو سره مخ ده.

د یادولو وړ ده چې د بشار الاسد د حکومت له نسکوریدو مخکې روسي چارواکو تل د طالبانو د ډلې په سپینولو ټینګار کړی خو د طالبانو ډلې لخوا د تحریر الشام ترهګرې ډلې ته د مبارکۍ پیغام په ښکاره توګه د طالبانو په اړه د روسیې نظر بدل کړی دی.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com