په کابل ښار کې چاودنه؛ د طالبانو د استخباراتو درې تنه غړي ووژل شول

20 قوس 1403 ساعت 14:21

د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې په کابل ښار کې یې د طالبانو د استخباراتو درې غړي وژلي دي.


د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې په کابل ښار کې یې د طالبانو د استخباراتو درې غړي وژلي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان د ازادۍ جبهې نن سه شنبه ( دلیندۍ ۲۰ مه) په یوه خبرپاڼه کې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند د ګذرګاه پله په سیمه کې د دوشنبې د ماښام د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د ازادۍ جبهې ویلي، دا په یوه ورځ کې د طالبانو پر وړاندې د دوی دریم برید دی.

خبرځاى زياته کړه: د دې بريد هدف د طالبانو د استخباراتو کاروان و او د طالبانو د ډلې د استخباراتو درې تنه غړي ووژل شول.

د کابل ښاریانو هم تېر ماښام په کابل کې د یوې زورورې چاودنې د اورېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178503

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178503/

جمهور
  https://www.jomhornews.com