د کورنیو چارو وزارت سرپرست د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده ته په اشارې سره وویل چې دا فکر مه کوه چې ته له نن څخه واکمن یې او هر څوک باید ستا خبره ومني.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د ډلې مشر سراج الدین حقاني په کندهار کې له ملا هبت الله سره د دغې ډلې د مشرانو له غونډې وروسته د دوشنبې په ورځ (لیندۍ ۹ مه) په کابل کې په یوه غونډه کې د ملا هبت الله پر کړنو سختې نیوکه وکړه ویې ویل: په خدای قسم تاسو مسؤل او حساب ورکوونکی یاست.
هغه ملا هیبت الله مخاطب کړ او ویې ویل: دا فکر مه کوه چې له نن څخه زه حاکم یم، هرڅوک باید زما خبرې ومني او که یې ونه کړي، اسمان به پرې راښکته شي، نه! له تاسو به پوښتنه وشي."
سراج الدین حقاني زیاته کړه: د دین نمایندګي باید داسې نه وي چې موږ یې یوازې تر خپل ځان پورې محدود کړو او ووایو چې بل څوک یې حق نه لري.
د يادونې وړ ده، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د سراج الدين حقاني، ملا يعقوب او عبدالحق وثيق واک محدود کړی وو.
جمهورخبري آژانس