لاوروف:

طالبان د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ نوملړ کې د یوه سازمان په توګه نه‌دي

20 قوس 1403 ساعت 5:57

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې، د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د یوه سازمان په توګه نه‌دی.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې، د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د یوه سازمان په توګه نه‌دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  لاوروف د ملګرو ملتونو سازمان تور نوملړ د طالبانو څو چارواکو ته ځانګړی بللی دی.

لاوروف زیاتوي چې، هېواد یې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو تحولاتو په لړ کې، په کابل کې یې خپل سفارت نه‌دی تړلی.
             
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې:«موږ هېڅکله خپل سفارت له کابله نه‌دی ایستلی. زموږ سفارت د امریکا او ایتلاف د ټولې نیواک پر مهال او د هغوی د شرم وړ وتلو په ټول بهیر کې فعال و. طالبان، د یوې ډلې په توګه د ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل نه‌دي. یوازې د طالبانو د ځينو مشرانو نومونه په شخصي توګه په دغه نوملړ کې دي.»

ښاغلي لاوروف د سوریې د سقوط او د افغانستان د مخکیني حکومت د نسکورېدو تر منځ ورته‌والي ته په نغوتې سره ویلي چې، متحده ایالت له افغانستانه په ډېره بیړه ووتل.  
 


د مطلب کود: 178483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com