د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې، د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د یوه سازمان په توګه نهدی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف د ملګرو ملتونو سازمان تور نوملړ د طالبانو څو چارواکو ته ځانګړی بللی دی.
لاوروف زیاتوي چې، هېواد یې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو تحولاتو په لړ کې، په کابل کې یې خپل سفارت نهدی تړلی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې:«موږ هېڅکله خپل سفارت له کابله نهدی ایستلی. زموږ سفارت د امریکا او ایتلاف د ټولې نیواک پر مهال او د هغوی د شرم وړ وتلو په ټول بهیر کې فعال و. طالبان، د یوې ډلې په توګه د ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل نهدي. یوازې د طالبانو د ځينو مشرانو نومونه په شخصي توګه په دغه نوملړ کې دي.»
ښاغلي لاوروف د سوریې د سقوط او د افغانستان د مخکیني حکومت د نسکورېدو تر منځ ورتهوالي ته په نغوتې سره ویلي چې، متحده ایالت له افغانستانه په ډېره بیړه ووتل.