۰

سهیل شاهین: امریکا د دوحې په هوکړه‌لیک عمل نه دی کړی

سی شنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۵:۵۳
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین امریکا د دوحې هوکړه‌لیک پر نقض تورنوي، وايي، چې تر اوسه یې په دغه تړون عمل نه دی کړي.
سهیل شاهین: امریکا د دوحې په هوکړه‌لیک عمل نه دی کړی
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین امریکا د دوحې هوکړه‌لیک پر نقض تورنوي، وايي، چې تر اوسه یې په دغه تړون عمل نه دی کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي،  په دغه هوکړه‌لیک کې ټاکل شوې وه چې، په درې میاشتو کې د اسلامي امارت نوم له تور نوملړه لېرې کړل شي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ګام نه‌دی پورته شوی.

ده و ویل«هغوی وعده کړې وه چې، په درې میاشتو کې به تور لېست ختموي. تور لېست تراوسه موجود دی، ختم شوی نه‌دی، دا کار دوی نه‌دی اجرا کړی. درېیم دوی ویلي وو چې، د افغانستان په بیارغونه کې به برخه اخلي او نور هېوادونه به هم هڅوي، دغه برخه هم بشپړه شوې؛ بلکې پر افغانستان باندې بندیزونه لکه څنګه چې، وو تراوسه دوام لري.»

شاهین په قطر کې سیاسي دفتر له نړۍ سره د اړیکو دروازه بولي او وایي چې، د اروپا شاوخوا ۱۳ هېوادونه خپل فعالیتونه د قطر له لارې مخته وړي او تل د دغو هېوادونو له ډيپلوماټيکو چارواکو سره کتنې او خبرې کېږي او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت دریځ ورته څرګندېږي.

جمهورخبري آژانس
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي