پکتیا کې د اوبو لګولو یوه کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې

20 قوس 1403 ساعت 5:47

د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت احمدخېلو ولسوالۍ په حسن خېلو کلي کې د اوبو لګولو یوهکانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.


د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت احمدخېلو ولسوالۍ په حسن خېلو کلي کې د اوبو لګولو یوهکانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.

د مسوولینو په خبره دغه کانال چې ۳۲۰ متره اوږدوالی لري، د څه باندې ۱،۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د کانالونو او نورو رغنیزو پروژو چارې روانې دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com